CRI Online

د امريکا ملګرو هېوادونو پر دغه هېواد د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د وتلو له امله انتقاد وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-07-10 20:15:03

(عکس: د جرمني روغتيا وزير جنس سپان پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي چې د امريکا پرېکړه د روانې وبا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې نړيوالې ګډې همکارۍ له سختو خنډونو سره مخ کړې دي.)

د امريکا د ډېرو ملګرو هېوادونو چارواکو پر دغه هېواد د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د وتلو له امله انتقاد وکړ. د ايټاليا روغتيا وزير د امريکا پرېکړه ناسمه بللې، همداراز د جرمني د صدراعظمې وياندې ګواښ کړی چې له ياد سازمان څخه د امريکا وتل ښايي په نړۍ کې د چين د ځايونو د زياتېدو سبب وګرځي.

دا چې د روغتيا نړيوال سازمان په نړۍ کې د صحت او روغتيا ساتنې په برخه کې پانګونې کړې او مسلکي پوهان لري او د ډېرو ناروغيو د وقايې لپاره يې ډېر رول لوبولی، نو خلک پدې شک لري چې امريکا به په څومره چټک سرعت ياد سازمان پرېږدي.

د ټاکل شوو مقرراتو له مخې امريکا هر کال ياد سازمان ته له ۴۵۰ ميليونو ډېر ډالر ورکوي او اوس يې کابو ۲۰۰ ميليونه ډالر نه دي ورکړي.

د ايټاليا روغتيا وزير روبرټو سپيرانزا د ډونالډ ټرمپ حکومت ياده پرېکړه سخته او ناسمه وبلله او ويې ويل چې روغتيايي بحران د دې ښودنه کوي چې موږ يو کمزوری نه ، بلکې يو اصلاح کېدونکي او لاپياوړي روغتيا نړيوال سازمان ته اړتيا لرو. ايټاليا په غربي هېوادونو کې د کرونا وبا له امله تر ټولو ځپل شوی و او د دې وبا پرضد د مبارزې په برخه کې يې د ياد سازمان ډېر هدايت ترلاسه کړی دی.

د جرمني روغتيا وزير جنس سپان پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي چې د امريکا پرېکړې د وبا ضد مبارزې په برخه کې نړيوالې ګډې همکارۍ له سختو خنډونو سره مخ کړې دي. اروپايي هېوادونه به د روغتيا نړيوال سازمان د اصلاحاتو بهير پيل کړي.

د هسپانيا خارجه وزير ارنچا ګونزليزلايا وويل چې د روغتيا نړيوال سازمان ته دې لازيات حقونه ورکړل شي او نړۍ د وباګانو پر وړاندې د مبارزې لپاره زياتو ګډو همکاريو ته اړتيا لري.

د ډيپلوماتيکو تګلارو په اړه د جرمني د صدراعظمې انګيلا ميرکيل وياندې جويرګن هاردت وويل چې د روغتيا له نړيوال سازمان څخه به امريکا وتل د دغه هېواد او غربي هېوادونو ستراتېژيکې ګټې زيانمنې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای