CRI Online

د هوانګ ليان پو کلی: له بېوزلۍ څخه شتمن شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-07-10 20:30:09

د چين د هه نان ولايت د ژو نان ولسوالۍ د هوانګ ليان پو کلی پخوا ډېر بې وزله و. ۴۹ کلنه ميرمن لي عه ني د دغه کلي اوسيدونکې ده. هغې اووه کاله مخکې په دغه کلی کې يو دکان پرانيست، اوس هره ورځ په اوو بجو ډول ډول سوداګريز توکي له دغه دکان څخه مشتريانو ته د پوست له لارې لېږل کيږي او خلکو ته يې ډېر اسانتياوې برابرې کړې. خو څو کاله مخکې هلته سړکونه کنډ کپر و او د باران اوريدلو په وخت کې به ډېرې خټې وې او د توکو ليږلو په ترڅ کې ډېرې ستونزې موجودې وې .

څلور کاله مخکې د ژو نان په ولسوالۍ کې په ترافيکي چارو کې د اسانتياوو رامنځته کولو تګلاره غوره شوه او د هوانګ ليان پو په کلي کې نوي سړکونه جوړ شوي. نو په دې کار سره په کلي کې اوسيدونکي له بهر څخه په اسانتياوې ډول توکي اخيستلی شي او په کلي کې کرهنيز توليدات په اسانه توګه بهر ته پلورلی شي. په وروستيو دوو کلونو کې د چين حکومت په دقيق ډول له بېوزلو سيمو سره د مرستې تګلاره عملي کوي چې په دې توګه ځايي حکومت په دې کلي کې د سبزيو کرلو شنې خونې او د لباسونو فابريکې او د ميوو اخيستلو په شمول کرهنيز ې پروژې جوړې کړې چې له امله يې د دې کلي اوسيدونکي ورځ په ورځ شتمن شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای