د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۱۰مه نېټه په بيجينګ کې په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې امريکا له دغه سازمان څخه د وتلو اعلان کړی، نو بيا په کوم اساس ځانته حق ورکوي چې له دغه سازمان سره د چين د اړيکو په اړه پوښتنې وکړي؟
مايک پومپيو څه موده مخکې وويل چې چين له دې سره موافقه کړې چې د روغتيا نړيوال سازمان اړوند چارواکي دې چين ته سفر وکړي او د کوويد-۱۹د سرچينې په هکله دې بحثونه وکړي، خو بايد دغه سازمان ته جازه ورکړي چې رښتني کارونه تر سره کړي. موږ رښتني ځوابونه غواړو، د سياسي موخو پر اساس جوړه شوې لايحه نه منو. جاو لي جيان په دې هکله وويل چې که امريکا په رښتني ډول په ټوله نړۍ کې د وبا په وړاندې د مبارزې چارو ته پاملرنه کوي ،لومړی بايد خپله نړيواله دنده عملي کړي، د روغتيا له نړيوال سازمان سره همکارۍ وکړي او د دغه سازمان اړوندو پوهانو ته بلنه ورکړي چې په امريکا کې د دغه ويروس سرچينه ولټوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |