CRI Online

په چين کې د مصرف بازار پر له پسې سمسورتيا د چين اقتصاد ته د ودې زمينه

cri     (GMT+08:00) 2020-07-10 21:47:34

د چين رسمي احصايې د جون په نهمه نېټه خبر ورکړی چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د پوست ليږدونې بهير د کوويد-۱۹ وبا منفي اغيزې ګام په ګام لرې کړې او په چټکۍ سره د بيا سمسورتيا په حال کې دی چې د زياتوالي منځنې اندازه يې ۲۲اعشاريه ۵سلنې ته رسيدلې او د تېر کال منځنۍ سويې ته نژدې شوې. چين په ټوله نړۍ کې د انلاين سوداګرۍ په برخه کې لومړی مقام لري او په دغه هېواد کې په چټکۍ سره د پوست ليږدونې سيستم بېر ته عادي حالت ته ګرځيدل د مصرف بازار د بيا سمسورتيا يوه بيلګه ده. په چين کې دا ډېر عادي حالت دی چې انلاين سوداګرۍ او پوست ليږدونې په همدې وخت کې د مصرف چارو پرمختګ هڅوي، په ځانګړې توګه د پوست ليږدونې او د انلاين ډول د توکو پلورلو په شمول د مصرف نوې بڼې بهير چټک شوی چې د مصرف په زياتوالي سره د سمسورتيا لپاره زمينه برابره شوې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای