CRI Online

د امريکا د نېشنل انټريست مجله: چين د امريکا او نورو هېوادونو د ځپلولو لپاره کوويد ۱۹ نه دی جوړ کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-07-10 21:49:18

د امريکا د نېشنل انټريست مجلې ((چين د امريکا او نورو هېوادونو د ځپلولو لپاره کوويد ۱۹ نه دی جوړ کړی)) تر عنوان لاندې يوه ليکنه خپره کړه.

ايريک ګارتزک په دې ليکنه کې ويلي چې که څه هم د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د چين ځيني غبرګونونه ډېر معقول نه معلوميږي، خو تراوسه هيڅ شواهد نه دي پيدا شوي چې ثابته کړي کوويد ۱۹ د دغه هېواد لخوا جوړ شوی. پدې اړه پر چين تور لګوونکو ښايي يوه داسې پوښتنه له پامه غورځولې چې که چين دا ويروس جوړ کړی وي، نو موخه يې څه ده؟

په دغه ليکنه کې ليکل شوي چې د وسلو د جوړولو موخه د هدفونو وژل يا غير فعالول دي او د دې ترڅنګ بايد د وسلو کاروونکو خوندېتوب تامين شي. ښکاره ده چې کوويد ۱۹ دغه معيار ته نه دی رسېدلی.

په تېرو لسګونو کلونو کې د چين صادرات ډېر زيات شوی چې پدې سره يې اقتصاد ډېر پرمختګ کړی دی. ډېری هېوادونه د چين سوداګريز ملګري دي، که چين په عمدي توګه کرونا ويروس نورو هېوادونو ته خپور کړی وي، نو له شک پرته دغه هېواد ته هم سخت اقتصادي زيانونه رسېدلي. د وسلو د جوړولو موخه په سيالۍ کې د ځان د ناکامۍ مخنيوی او د بريا موندل دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای