د هانکانګ د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونو په دې وروستيو ورځو کې څرګنده کړې ده چې د هانکانګ د ملي امنيت ساتلو قانون د هانکانګ لپاره د ملي امنيت د ساتلو لپاره ټينګ قانوني اساس برابروي او د قانوني نظم او ارام ژوند د بيا اعادې په اړه د هانکانګيانو له قوي تمې سره سمون لري.
د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د ملي امنيت کميټې غړي وويل چې د هانکانګ د ملي امنيت ساتلو قانون د پلي کولو پوره ملاتړ کوي او د هانکانګ د دايمي سمسورتيا او ثبات د ساتلو لپاره به دنده په ښه توګه ترسره کړي.
د هانکانګ د سوداګرۍ شخصيتونو هيله څرګنده کړه چې په جدي توګه بايد د هانکانګ د ملي امنيت ساتلو قانون پلی شي او د وطن جلا کوونکو مجرمينو ته دې سخته جزا ورکړل شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |