د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۱مه نېټه د تليفون له لارې د مغولستان ولسمشر خالتماګين باتولګه ته د دې هېواد د ملي ورځې په مناسبت مبارکي وويله.
شي جين پينګ وويل، چين او مغولستان ښه ګاونډيان او ملګري دي. سږکال دواړه هېوادونه په ګډه د کوويدـ۱۹ ويروس پر ضد مبازره کوي. هيله دا ده چې دواړه خواوې متقابل سياسي اعتماد لا ټينګ کړي، خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته وده ورکړي او د خلکو د ګټو او د دې سيمې د ثبات او سولې لپاره خدمت وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |