CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: ښايي په قزاقستان کې ناپېژانده سکاروي ناروغان د کوويدـ۱۹ ويروس ناروغان وي

cri     (GMT+08:00) 2020-07-11 20:26:50

د روغتيا نړيوال سازمان په ځايي وخت د جولای په ۱۰مه نېټه د کوويدـ۱۹ ويروس په اړه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. د دې سازمان د روغتيايي بيړنيو چارو مسئول مايکل ريان وويل، د روغتيا نړيوال سازمان دې ته پاملرنه کړې چې په قزاقستان کې ناپېژانده سکاروي ناروغي پېښه شوې او دغه سازمان اوس له ځايي ادارو سره په ګډه څېړنه کوي.

مايکل ريان وويل، په قزاقستان کې د کوويدـ۱۹ ويروس د ناروغانو شمېر هم ډېر زيات شوی او په تېرو ۷ ورځو کې له لس زرو څخه د زياتو ناروغانو راپور ورکول شوی. د روغتيا نړيوال سازمان اوس د معاينې په برخه د ځايي شرايطو او کيفيت په اړه څېړنه کوي، ښايي د سکاروي په ناروغان کې د کوويدـ۱۹ ويروس هغه ناروغان شته چې په طبي څارنه کې يې ويروس نه دی پيدا شوی. د ناپېژانده سکاروي ډېر ناروغان ښايي د کوويدـ۱۹ ويروس ناروغان وي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای