CRI Online

د هه نان ولايت يان لينګ ولسوالۍ د ګلونو او ونو د روزنې له لارې شتمن کېدل چټک کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-07-11 20:09:41

د چين د هه نان ولايت د شو چانګ ښار يان لينګ ولسوالي د چين د ګلونو او ونو د کور په نوم مشهور ځای دی. په دې وروستيو کلونو کې يان لينګ ولسوالی د خپل ځانګړتيا له مخې د ګلونو او ونو صنعت د ښه کيفيت لارې ته بيايي. دا نه يوازې دوديز صنعت ته وده ورکوي، بلکې ځايي خلکو ته ښه ګټه رسوي.

تر اوسه پورې په دې ولسوالي کې د ګلونو او ونو د روزنې مساحت ۴۶۶ ميليونو مربع متر ته رسېدلې ده او د دې صنعت په اړه د توليدي، خرڅوونکو او څېړنيزو کارکوونکو شمېر ۲۵۰ زره دی. د ګلونو او ونو د روزنې د مرکزي سيمې د بزګرانو خالص عايد هر کال هر کس ۳۴ زره يوانه دی. (فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای