د امريکا د حساسيت او ساري ناروغيو څېړنېز انستېتيوټ مشر انټوني فاوسي پر ځايي وخت د جولای په لسمه نېټه د اېډز ناروغۍ په اړه د ۲۰۲۰ کال په غونډه کې وويل، چې د کوويد-۱۹ ويروس له امله د نړۍ په تاريخ کې رښتينې وبا روانه ده او امريکا اوس له ډېرو سختو ستونزو سره مخامخ ده.
نوموړي وويل، چې زموږ پر وړاندې وضعيت ډېر بېروونکی او رښتينی دی چې په نړۍ کې وبا د خپرېدو او سختېدو په حال کې ده.
د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون د شمېرنې له مخې، د ختيځې امريکا پر وخت د جولای د ۱۰مې نېټې د ماښام تر ۶ بجو پورې په دغه هېواد کې د کوويد-۱۹ ويروس ۳ مليونه ۱۶۹ زره او ۶۱۱ پېښې ثبت شوې او د مړو شويو کسانو شمېر ۱۳۳ زره او ۸۸۵ تنو ته رسېدلی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |