CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې همکارۍ او پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2020-07-11 20:51:02

۱۵کاله مخکې د جولای۱۱مه نېټه لويديځ ته د مشهور چينايي ماڼو جنګ هه د سمندري سفر د يادونې له ۶۰۰ کليزې سره برابره وه او په همدې کال کې د هر کال د جولای ۱۱مه نېټه د چين د سمندري سفرونو ورځې په توګه ټاکل شوې ده. (( په نړۍ کې بې له ځنډ څخه د مالونو د ليږد راليږد لپاره په همکارۍ ګامونه پورته کول )) د سږ کال د چين د سمندري سفرونو ورځې اصلي موضوع ده.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په زياتو غونډو کې د جنګ هه کيسې يادې کړې او دې ته يې اشاره کړې چې د جنګ هه سمندري سفر د قيمتي مواد وړونکې بېړۍ او دوستۍ په تکيه په تاريخ کې شهرت پيدا کړی، نه د پوځي بېړۍ او توپونو په تکيه. د شي جين پينګ له خوا وړاندې شوی د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ۲۱مې پېړۍ د ورېښمو د سمندري لارې د ابادۍ پېشنهاد د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په جوړونه کې مهم عملي ډګر ګرځېدلی دی.

اوس په نړۍ کې د کوويد-۱۹ ويروس وبا د خپرېدو له امله د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې نوی ارزښت او نوې دنده زياته شوې. چين هيله لري چې په دې برخه کې ګډې هلې ځلې وکړي چې له ننګونو سره د ګډې مبارزې، د خلکو د روغتيا او امنيت د ساتنې، د اقتصاد د بيا سمسورتيا د هڅولو او د پرمختګ د موندلو په لوري يو کمربند او يوه لاره اباده کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای