CRI Online

د چين او د منځني ختيځ هېوادونو کارپوهانو په ويډيويي غونډه کې د ګډو همکاريو او پرمختګ په اړه خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-07-12 16:56:36

د چين او د منځني ختيځ د تقريباً ۱۰ هېوادونو ۴۵ کارپوهانو د جولای په ۱۱مه نېټه په ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ چې پکې تر کوويدـ۱۹ وبا لاندې يې د دواړو خواوو د ژورو همکاريو لپاره يې تجربې شريکې کړې او ګډه موافقه يې وکړه.

د چين د ټولنيز ساينس اکاډمۍ مشر شې فو جان د دې خبرواترو په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، د کوويدـ۱۹ ويروس د خپرېدو له امله خلک په دې پوه شوي چې بېلابېل هېوادونه يو له بل سره ګډ برخليک شريکوي او بايدپه ګډه سره د دې وبا پر ضد مبارزه وکړي.

د عربي متحده اماراتو، لبنان او اردن کارپوهانو وويل، کله چې بشر له بحران سره مخامخ شي، چين او د منځني ختيځ هېوادونه بايد يو له بل څخه ملاتړ وکړي او همکارۍ ټينګې کړي، په ګډه سره له دې وبا سره مبارزه وکړي او نورې ستونزې حل کړي، څو چې د بشري ګډ برخليک ټولنې ښه بېلګه جوړه کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای