د چين په زياتو جنوبي ولايتونو کې د مسلسلو سختو بارانونو له امله د سيندونو د اوبو سطحه لوړه شوې او د سيلابونو د مخنيوي او مبارزې کارونه يې درانه او سخت شوي دي. د جولای د ۱۱مې نېټې له ۶ بجو څخه تر ۱۲مې نېټې پورې د جيانګ شي او هو بۍ ولايتونو په څلورو هايدرولوجيکو سټېشنونو کې د اوبو سطحه د ۱۹۹۸ کال له لوړ ريکارډ څخه اوښتې ده.
د جولای د ۱۱مې نېټې د ماښام تر ۵ بجو د سختو بارانونو او سيلابونو له امله د بو يانګ جهيل پر غاړه پرتو سيمو کې څه باندې ۵ مليونه او ۲۱۰ زره کسان ځپل شوي او ۴۳۰ زره کسان په بېړنۍ توګه خوندي ځايونو ته انتقال شوي او ۴۵۰ زره هېکتاره کرهڼېزې ځمکې زيانمنې شوې دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |