CRI Online

شي جين پينګ د کيريباتي د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د دغه هېواد ولسمشر ته د مبارکۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2020-07-12 21:04:56

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۲مه نېټه د کيريباتي د خپلواکۍ د ۴۱ کليزې په مناسبت د دغه هېواد ولسمشر تانيتي ماماو ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ په پيغام کې ليکلي چې د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۲۷مه نېټه چين او کيريباتي ډيپلوماتيکې اړيکې بيا پيل کړي دي، د ډيپلوماتيکو اړيکو له بيا پيل راهيسې ، د دواړو خواوو متقابل سياسي باور ټينګښت ته پاملرنه کړې ، دوه اړخيزې همکارۍ وده کړې او د کلتوري تبادلې پراختيا ته يې دوام ورکړی چې د دواړو هېوادونو خلکو ته يې د پام وړ ګټې رسولې دي. زه د چين او کيريباتي اړيکو پراختيا ته په درنه سترګه ګورم او غواړم له تاسو سره په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ډيالوګ ، تبادلې او همکاريو د پراختيا لپاره هڅې وکړم او د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې يوې نوې کچې ته ورسوم.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای