د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان دايکندي ولايت د پوليسو ادارې مرستيال مشر نقيب الله ماستاني د جولای په ۱۲مه نېټه د سين هوا اژانس خبريال ته وويل، يوې ډلې وسلوالو طالبانو د همدې ورځ په سهاروختي د دې ولايت پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې ۱۲ تنه طالبان ووژل شول.
نوموړي وويل، په دې جګړه کې ۴ تنه پوليس وژل شوي او يو تپی دی. افغان پوځ به د جنګي الوتکو په مرسته په دې سيمه کې طالبان له منځه يووسي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |