د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د جولای په ۱۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۸۵ کسان په کوويد-۱۹ اخته شوي، عمومي شمېر يې ۳۴ زرو او ۴۵۱ ته رسېدلی دی. د مړو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۱۶ زيات شوی، عمومي شمېر يې يو زر او ۱۰ ته رسېدلی دی.
د ياد وزارت د شمېرې سره سم، د جولای په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه په دې ويروس د اخته کسانو شمېر په جلا جلا ډول ۲۸۶ او ۱۷۲ دي او تر ۱۲مې نېټې پورې دغه شمېر په مسلسلو ۲ ورځو کې د کمېدو په حال کې و. د دغه هېواد د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني وويل، په راتلونکيو څو اوونيو يا مياشتو کې به په دغه هېواد کې په دې وبا د اخته کسانو شمېر ګام په ګام کم شي.
د دې وزارت وياند معسود جفري په ۱۲مه نېټه وويل، دغه وزارت به په دې وروستيو کې د دې وبا د مخنيوي اړوند تدبيرونه لغوه کړي او شخصي روغتونونو ته به په دې وبا د اخته کسانو د تداوي حق ورکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |