CRI Online

د کيمياوي وسلو د مخنيوي سازمان د سوريې مسئلې په باب يوه مسوده تصويب کړه او چين يې مخالفت وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-07-13 19:05:51

د کيمياوي وسلو د مخنيوي سازمان د جولای په ۹مه نېټه د سوريې د کيمياوي وسلو د مسئلې په باب د پريکړې يوه مسوده تصويب کړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جولای په ۱۳مه نېټه وويل، چې چين د دغې مسودې په باب رايګرۍ کې مخالفه رايه ورکړه. چين د دغې مسودې پر ځينو محتوياتو او له مشورو پرته د دغې رايګرۍ د تر سره کولو په اړه د ځينو هېوادونو پر عملونو شک لري.

د معلوماتو له مخې، ياد سازمان په دغه مسوده کې ليکلي چې د سوريې حکومت د ۲۰۱۷م کال په مارچ مياشت کې د دغه هېواد پر شمالي برخه باندې د کيمياوي وسلو بريد وکړ، نو دغې مسودې کې د سوريې له حکومت څخه غوښتنه شوې، چې د دغې مسودې تر تصويبېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې اړونده مسئله حل کړي.

وياندې هوا پر دې ټينګار وکړ، چې چين تل له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې کوم هېواد او څوک په هر حالت او وخت کې له کيمياوي وسلو څخه استفاده کوي. چين غواړي چې د کيمياوي وسلو د نه خپرېدو تړون له مخې د هغو پېښو په مناسبت هراړخيز او عادلانه تحقيقات تر سره کړي او دقيقې او رښتيني پايلې تر لاسه کړي، کوم چې په کې ښايي کيمياوي وسلې کارول شوي دي. چين به په مداومه توګه په مسؤلانه رويې سره د ياد تړون په چوکاټ کې د سوريې د کيمياوي وسلو مسئلې د حلولو لپاره هڅې وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای