د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جولای په ۱۳مه نېټه اعلان وکړ چې چين د امريکا د پارلمان او اداري څانګو د چيني چارو کمېټې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالې مذهبي ازادۍ سفير سام برونباک، د سنا مجلس د غړيو مارکو انټونيو روبيو او تيډ کروز او د ولسي جرګې د غړي کريس سميتس په شمول د امريکا پر يو ارګان او ۴ شخصيتونو د بنديزونو د لګولو پريکړه وکړه او دغه بنديزونه په همدې ورځ نافذ شوي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او د ماليې وزارت د روانې مياشتې په ۹مه نېته په جلا جلا توګه د چين د شينجيانګ پر يوې حکومتي ادارې او ۴ چارواکو بنديزونه اعلان کړل. چين په دې اړه وويل، چې د ځواب په توګه به د امريکا پر هغه ارګان او شخصيتونو بنديزونه ولګوي چې د شينجيانګ په چارو کې يې لاسوهنه او بد کړه وړه تر سره کړي دي.
هوا چون ينګ د جولای په ۱۳مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د امريکا ياد کړه وړه د چين په کورنيو چارو کې سخته لاسوهنه او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه سرغړونه ده، چين د امريکا د دغو کړو وړو کلکه غندنه کوي او ورسره ټينګ مخالفت کوي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |