CRI Online

د چين خارجه وزارت له امريکايي سياستوالو څخه غوښتنه وکړه چې د چين کمونېست ګوند او چينايانو ترمنځ اړيکې مه پاروئ.

cri     (GMT+08:00) 2020-07-14 10:25:13

څو ورځې دمخه د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو ويلي چې د چين کمونېست ګوند ښه اعتماد نه لري. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جولای په ۱۳مه نېټه په دې اړه څرګنده کړه: چين له امريکايي سياستوالو څخه غوښتنه کوي چې د چين کمونېست ګوند او چينايانو ترمنځ اړيکې مه پاروئ. ځکه چې دا به هېڅ رول و نه لري.

وياندې هوا چون ينګ د هاوارد پوهنتون د يو تازه رپوټ په قول وويل چې د بې شمېره چينايانو په ملاتړ سره د چين کمونېست ګوند د واکمنۍ ټينګ بنسټ لري. د دغه رپوټ له مخې، له اوسني حکومت څخه د چينايانو د خوښۍ انډول د تېرو څو لسګونو کلونو په پرتله ډېر لوړ دی چې ۹۳سلنې ته رسېږي. دوی دا نظر لري چې د چيني حکومت د واکمنۍ توان او موثريت د پخوا په پرتله ډېر پياوړی شوی دی. له حکومت څخه د عامو خلکو لخوا د خوښۍ دومره لوړ اندول د مايک پمپيو په شمول د ځينو امريکايي سياستوالو لخوا د چين پر کمونېست ګوند تور لګونې ته تر ټولو ښه او قوي ځواب دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای