په دې وروستيو ورځو کې په چين کې د امريکا سفارت په ټويټر کې دروغ ويلي چې چيني توليدات د غلامانو کارګرو لخوا توليدېږي. د چين د خارجه وزارت وياندې هوا چون ينګ د جولای په ۱۳مه نېټه څرګنده کړه چې ځينې امريکايان پر چين د تور لګولو لپاره هر ډول کړنې کولای شي. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې په دومره بې شرمۍ سره دروغ وايي او پر چين تور لګوي.
د امريکا سفارت په ټويټر کې همدارنګه ويلي چې د چين کمونېست ګوند په شينجيانګ کې د ويغوريانو پر بشري حقونو د تېري له لارې ګټې تر لاسه کړي. وياندې هوا چون ينګ دې ته په ځواب کې وويل چې د شينجيانګ په اړه د امريکا بې دليله خبرې په روانه پېړۍ کې تر ټولو لوی دروغ او پروپاګند بلل کېږي.
نوموړې زياته کړه: چين هيله لري چې امريکايي سياستوال په خپل هېواد کې د نژادي تبعيض په اړه سختې مسئلې ته رښتينې پاملرنه وکړي او د خپلو ملي لږکيو بشري حقونه دې خوندي وساتي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |