CRI Online

د چين د بشري حقونو څېړنيزه ټولنه: د شتمنيو دوه قطبي والی په امريکا کې د بشري حقونو مسئلې د مخ په سختېدو عمده لامل دی.

cri     (GMT+08:00) 2020-07-14 12:18:54

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بشري حقونو څېړنيزې ټولنې د جولای په ۱۴مه نېټه د يوې ليکنې په خپرولو سره په امريکا کې د شتمنو او بېوزلو کسانو ترمنځ د توپيرونو د سختېدو رښتينی حالت افشا کړ. د شتمنيو دوه قطبي والی په امريکايي ټولنه کې د اقتصادي نابرابرۍ د مخ په سختېدو سبب شوی چې ټيټ عايدات لرونکي کسان به د ژوند له لا ستونزمن حالت سره مخامخ وي او د بشري حقونو مسئله به ورځ تر بلې تيزه شي.

په دغه ليکنه کې راغلي چې د امريکايانو په منځ کې د عايداتو توپيرونه مخ په زياتېدو دي، د منځني عايدات لرونکې طبقه کمزورې کېږي او د بېوزلۍ انډول لوړېږي. د م م په يو رپوټ کې هم دې ته اشاره شوې چې امريکا د لويديځو هېوادونو په منځ کې د شتمنيو د دوه قطبي والي په برخه کې تر ټولو سخت هېواد ګرځېدلی دی.

د دغې ليکنې له مخې، کابو نيمه برخه امريکايي کورنۍ د خپل ژوند بنسټيزې اړتياوې نشي تامينولای. د بېوزلۍ په اثر د امريکايانو روغتيايي حالت مخ په خرابېدو دی چې د هر تن پر سر منځنی عمر ټيټ شوی، خو د ځان وژنې انډول پکې لوړ شوی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای