د ۲۰۲۰ کال د جولای ۱۴مه نېټه د ايران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون لاسليک له ۵مې کليزې سره برابره ده. د چين د خارجه وزارت وياندې هوا چون ينګ په همدې ورځ له دغه تړون څخه د چين پوره ملاتړ څرګند کړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې د دغه تړون ساتل او پلې کول د ايران د ذروي مسئلې د حل سمه لار ده. که نړيوال حالات هر څنګه بدلون مومي، چين به تل د سم تاريخي انتخاب تر څنګ ولاړ وي او له نورو ښکېلو خواوو سره به د ايران د ذروي مسئلې د سياسي او ديپلوماتيک حل پرمخ بوزي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |