CRI Online

شي جين پينګ د سينګاپور له صدراعظم سره تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-07-14 20:54:29

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۴مه نېټه د سينګاپور له صدراعظم لي هسين لونګ سره تليفوني خبرې وکړې. شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل چې د خوښۍ ځای دی چې ليدل کېږي چې سينګاپور د کوويد-۱۹ ناروغۍ پر وړاندې روانه مبارزه کې مثبتې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. زه باور لرم چې ستاسو د مشرتابه تر لارښوونې لاندې به د سينګاپور خلک ډېر ژر د وبا پر وړاندې روانه مبارزه کې بری ومومي او د سينګاپور اقتصادي او ټولنيز ځواک به بيا اعاده شي.چين به په پر له پسې توګه سينګاپور ته ټينګ ملاتړ برابر کړي.

لي هسين لونګ په خپلو خبرو کې وويل چې دواړو هېوادونو د کوويد-۱۹ وبا سره مبارزه کې له يو بل سره مرستې کړي او د وبا د مخنيوي لپاره يې فعال رول لوبولی دی. سينګاپور غواړي له چين سره لوړپوړی تګ راتګ پياوړی کړي او په بېلا بېلو برخو کې دوه اړخيزې همکارۍ ورسره پياوړې کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای