د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۱۴مه نېټه وويل چې امريکا په دې وروستيو کې د چين د جنوبي سمندر د ملي حاکميت په اړه اعلاميه خپره کړې ده ، دا د دغه هېواد غير مسؤلانه عمل دی او د جنوبي سمندر مسئلې تاريخ او اصلي حقايق يې له پامه غورځولي دي .چين د امريکا له غلطو اقداماتو سره ټينګ مخالفت کوي او ورڅخه غواړي چې د جنوبي سمندر مسئلې په اړه له کړکېچونو څخه لاس واخلي او په غلطه لاره دې ګام نه پورته کوي.
وياند جاو لي جيان وويل چې چين هېڅکله په جنوبي سمندر کې د " سمندري امپراتورۍ" د جوړولو هڅه نه ده کړې او د جنوبي سمندر پر غاړه له ګاونډيو هېوادونو سره تل د مساواتو پر بنسټ چلند کوي او د جنوبي سمندر د حاکميت او حقونو په خوندي ساتلو کې يې هميشه زغم ساتلی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |