CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د تايلنډ له صدراعظم پرايوت چان اوچا سره تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-07-14 21:03:47

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۴مه نېټه د تايلنډ له صدراعظم پرايوت چان اوچا سره تليفوني خبرې وکړې.

له نوموړي سره په خبرو کې شي جين پينګ وويل، د کوويدـ۱۹ ويروس د خپرېدو په درشل کې چين او تايلنډ يو له بل څخه ټينګ ملاتړ کړی دی. چين غواړي له تايلنډ سره د تجربو تبادله وکړي، د تايلنډ په شمول له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د روغتيا له نړيوال سازمان څخه ملاتړ وکړي او د کوويدـ۱۹ وبا پر ضد نړيوالو همکاريو ته به وده ورکړي.

پرايوت چان اوچا وويل، تايلنډ د کوويدـ۱۹ وبا پر ضد په روانه مبارزه کې د چين د لارښوونو او خلکو ته د لومړيتوب ورکولو د نظريو ستاينه کوي. چين او تايلنډ به د کوويدـ۱۹ ويروس پر ضد د دوا او واکسين د څېړنو په برخه کې همکارۍ وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای