CRI Online

چين د قزاقستان د کيزيلوردا ايالت ته طبي مرستې ولېږلې

cri     (GMT+08:00) 2020-07-15 11:30:21

چين د جولای په ۱۴مه نېټه د قزاقستان د کيزيلوردا ايالت ته طبي مرستې ولېږلې. په دغو مالونو کې ۱۶۰۰ محافظتي جامې،۸۲۰۰ يو وار موف دستکښ، د بدن د تودوخې معلومولو ۵۰ ماشينونه، ۵۴۰۰ N95 ماسکونه، ۲۸۹۶۰ يو وار موف ماسکونه او ۳۷۰۰ د سترګو حضاظتي عينکې شامل دي. د مرسته شويو مالونو دغه جوپه به د کيزيلوردا ايالت روغتونونو ورکړل شي. د جولای تر ۱۴مې نېټې پورې، په دغه ايالت کې په کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۱۸۷۶ ته رسېدلی دی چې له دې جملې څخه ۱۲۲۱ ناروغان جوړ شوي او ۷ تنه مړه شوي وو. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای