CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت : د جاپان د ۲۰۲۰م کال د دفاع په سپين کتاب کې د چين پر ضد ناسمې خبرې شتون لري

cri     (GMT+08:00) 2020-07-15 11:33:41

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې وويل، د جاپان د ۲۰۲۰م کال د دفاع په سپين کتاب کې د چين پر ضد ناسمې خبرې شتون لري، چين له دې مخکې د دغو ناسمو خبرو په باب خپل دريځ څرګند کړی دی.

د مالوماتو له مخې، د جاپان حکومت د جولای په ۱۴مه نېټه د ۲۰۲۰م کال د دفاع سپين کتاب خپور کړ او پکې يې ادعا کړې، چين په يو اړخيزو اقداماتو سره د ختيځ او جنوبي سمندرګيو د حالاتو د بدلون نيت لري، د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په پلمه يې په نورو هېوادونو کې پوځي اډې جوړې کړې او له کوويد-۱۹ سره د مبارزې له لارې يې سياسي او اقتصادي ګټې تر لاسه کړې. جاو لي جينګ په دې اړه ويلي چې چين د يو مسئول لوی هېواد په حيث له ګاونډيو هېوادونو سره د دوستۍ ساتنې اصل او دفاعي تګلاره ساتي. چين د نړيوالې سولې او ثبات ټينګ ساتونکی هېواد دی، چين به په عين وخت کې په ټينګه خپل ملي حاکميت، امنيت او انکشافي ګټې وساتي. چين او جاپان بايد د امنيت ساتنې لپاره د رغنده اړيکو د ټينګېدو او د سيمې د سولې او ثبات د ساتنې لپاره مثبت رول ولوبوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای