CRI Online

د افريقا د کارګرو ټولنو د يووالي سازمان عمومي رئيس د کوويد-۱۹ د مخنيوي لپاره د چين د مرستې لوړه ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-07-15 11:39:25

د چين د کارګرو عمومي ټولنې د جولای په ۱۴مه نېټه د افريقا د کارګرو ټولنو د يووالي سازمان ته د کوويد-۱۹ د مخنيوی په موخه د ماسکونو په شمول يوه اندازه طبي وسايل ورکړل. د چين چارواکي د دغو مالونو د ورکړې په مراسمو کې وويل، چين له افريقا سره عنعنوي دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې د افريقا د کارګرو ټولنو د يووالي له سازمان سره همکارۍ پياوړې کړي او د چين او افريقا تر منځ د ګډې روغتيايي ټولنې د جوړولو په غرض کوښښ وکړي.

د افريقا د کارګرو ټولنو د يووالي سازمان عمومي رئيس وويل، په افريقا کې د کوويد-۱۹ په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، د چين مرسته د افريقايي کارګرو د روغتيا د ساتنې لپاره کليدي رول لوبوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای