د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ملي امنيت شورا د جولای په ۱۸ مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د تېر جون له ۱۷ مې څخه د جولای تر ۱۸ مې پورې د دې هېواد په ۳۰ ولايتونو کې د طالب وسله والو تاوتريخوالي ۱۲۹ ولسي وګړي وژلي او ۲۹۱ نور يې ټپيان کړي دي.
په دغه اعلاميه کې راغلي چې که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې به د خپل تاوتريخوالي کچه کمه کړي، خو وسله والو يې لاهم په ۳۰ ولايتونو کې تاوتريخوالي ته دوام ورکړی چې پکې سمنګان، کندهار او ننګرهار تر نورو ډېر زيانمن شوي ولايتونه دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |