CRI Online

په ارزګان کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله ۷ تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2020-07-23 11:59:42
په ارزګان کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله ۷ تنه وژل شوي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، افغان چارواکي د جولای په ۲۲مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې په ارزګان ولایت کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د امنيتي پوځ ۷ تنه سرتيري وژل شوي دي.

د ارزګان د والي وياند زړګي عبادي خبريالانو ته وويل، د همدې ورځې په سهار د امنيتي پوځ يو کاروان د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې روان و چې ناڅاپه د سړک د غاړې پر ښخ شوي ماين ور برابر شو او ۷ سرتيري يې ووژل.

ښاغلي زړګی عبادي د دې پېښې پړه پر طالبانو وراچولې، خو دغې ډلې تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای