CRI Online

په مريخ کې د کشفونو په اړه د چين هڅه ټولو انسانانو ته ګټې ورسوي.

cri     (GMT+08:00) 2020-07-23 20:09:50

په مريخ کې اکتشاف په اړه د تيان ون په نامه د چين لومړی نمبر څارونکې وسيله د جولای په ۲۳مه نېټه په بريالۍ توګه فضا ته وتوغول شوه چې دا د ستوريو د اکتشاف په برخه کې لومړی ګام بلل کېږي. وړاندې له دې نه د اميد په نوم د عربي متحده اماراتو د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه له جاپان څخه مريخ ته اکتشافي دستګاه وتوغوله او د Perseverance په نامه د امريکا اکتشافي وسيله به د روانې مياشتې په ۳۰مه نېټه د پلان له مخې د مريخ پر لور وتوغول شي.

د يادونې وړ دا ده چې مريخ ته د چين د يادې څارونکې وسيلې تر رسېدو وروسته به د دغه ستوري دپاسه ګزمه وکړي، بيا به ځمکې ته کښته شي او اکتشافي او څېړنيزې دندې به تر سره شي. دا نه يوازې د چين د فضانوردۍ چارو په تاريخ کې يو ستر پرمختګ دی، بلکې په نړيواله ټولنه کې هم بې ساری اقدام دی. له تېرو څه باندې ۱۰ کلونو راهيسې د چين د فضانوردۍ چارو چټک پرمختګ کړی چې د هرې دندې په بشپړولو سره يې په ټکنالوژۍ کې نوي نوښتونه تر لاسه کړي.

د تيان ون لومړي نمبر څارونکې وسيله د مريخ دپاسه ګزمې، پر دغه ستوري مځکې د کښته کېدو او په مريخ کې د ګرځېدو درې دندې لري. د انجينيري تکنالوژۍ له لحاظه که د تيان ون لومړي نمبر څارونکې وسيله خپلې ۳ دندې پوره شي، نو د انسانانو لخوا به په مريخ کې اکتشافي چارو ته ستر پرمختګ ورکړي.

د انسانانو لخوا په مريخ کې د اکتشاف موخه د شمسي نظام او حتی د ټولې دنيا د سرچينې په اړه د معلوماتو پيدا کول دي. انسانان غواړي چې له دې لارې د انسانانو او دنيا ترمنځ په اړيکو ښه پوه شي او په ځمکنۍ کره کې اړوندې مسئلې حل کړي.

په مريخ کې د اکتشافونو دنده د دغه ستر بهير لومړی ګام دی. د مريخ په اړه د انسانانو په لاس کې معلومات او پوهې لا تر اوسه ډېر کمې دي. که غواړو چې په مريخ کې د طبيعي سرچينو استخراج وکړو يا د ځمکنۍ کرې په شان مريخ ته پرمختګ ورکړو، زموږ په وړاندې لا زيات کارونه شتون لري.

نو ځکه که د کوم هېواد خلک چې د انسانانو په استازيتوب مريخ ته ولاړ شي، نو دا به د ټولو انسانانو لپاره يو ستر خدمت وبلل شي. پخوا په دغه ساحه کې يوازې امريکا، پخواني شوراوي اتحاد، جاپان او د اروپا د فضانوردۍ چارو بيورو په شمول څو پرمختللو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو څه کارونه کړي، خو اوس د جهاني کېدو بهير په پرمختګ سره د هند، چين او د عربي متحده اماراتو په شان څو پرمختيايي هېوادونه هم په مريخ کې د اکتشاف کوونکو هېوادونو په لېست کې شامل شوي دي.

چين تل وايي چې د مساواتو، متقابلو ګټو، سوله ييزې کارونې او جامع پرمختګ پر بنسټ د بهرنۍ فضا په اړه زياتې نړيوالې همکارۍ وکړي. د تيان ون لومړي نمبر چيني څارونکې وسيله کې د اروپا د فضانوردۍ چارو ادارې، د فرانسې د بهرنۍ فضا دولتي څېړنيز مرکز، د اطريش د څېړنې پرمخبيونکې ادارې څو علمي ماشينونه هم شتون لري. د دې تر څنګ ارجنتاين هم چين ته په بهرنۍ فضا کې مخابراتي مرستې برابرې کړې دي. ويلا شو چې د مريخ اکتشاف په اړه د چين دغه هڅه د نړيوالو همکاريو يوه ښه نمونه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای