CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو غواړي د چين ضد يو ګروپ جوړ کړي، خو په حقيقت کې خپلو ملګرو هېوادونو ته مسئلې جوړوي

cri     (GMT+08:00) 2020-07-23 21:25:37

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د جولای په ۲۲مه نېټه له بريتانيا او دنمارک څخه خپلې ليدنې پای ته ورسولې او د ليدنو په ترڅ کې يې په هر ځای کې د چين پر ضد نظريې خپرې کړې او غوښتنه يې وکړه چې د چين د تش په نامه د ګواښونو په مقابله کې يوه نوې ګډه ټولنه جوړه کړي. اروپا ته د هغه د سفر موخه د چين په وړاندې د مقابلې لپاره د ملګرو راغونډول ده هدف دی. خو دا څرګنده ده چې د ده دغه عمل چې د چين او اروپا تر منځ لانجې جوړوي، په حقيقت کې دغو اروپايي هېوادونو ته مسئلې جوړوي او خامخا به ناکام شي.

مايک پومپيو په وروستيو ورځو کې په ليوالتيا سره له اروپا څخه غوښتنه کړې چې د چين له نظريو سره مقابله وکړي. دا د امريکا د روانې دورې حکومت د سړې جګړې له نظريې سره اړيکې لري او د چين په هکله د امريکا په تګلارو کې سخته ستراتيژيکي تيروتنه ده. بله خوا مايک پومپيو د چين او اروپا تر منځ د اړيکو د ثابت پرمختګ په هکله انديښنه لري او غواړي دغه حالت بدل کړي.

په حقيقت کې امريکا او اروپا په وروستيو کلونو کې د ملي دفاع په چارو کې د لګښتونو، د ايران د ذروي مسئلې، د تجارتي مشورو او له نړيوالو سازمانونو سره د اړيکو په شمول په زياتو مسئلو کې د نظريو توپيرونه لري چې د دواړو خواوو تر منځ اړيکې ګام په ګام د خرابېدو په حال کې دي. په تيره بيا د کوويد-۱۹ وبا په موده کې امريکا هغه توکي لوټ کړي چې په اروپايي هېوادونو کې د وبا د وقايې او کنټرول لپاره به ترې استفاده شوې وای، په يوه اړخيزه توګه يې امريکا ته د اروپايي ټولنې د اتباعو د ننوتلو مخه نيولې او يو لړ يو اړخيزې کړنې درلودې. له دې امله اروپا د امريکا په هکله ناهيلې شوې.

خو مايک پومپيو لا هم د ځان د بدنيت په موخه اروپا د ګډو ارزښتونو د نظر په پلمه لمسوي. خو په حقيقت د مايک پومپيو په شان کسانو په خپله د امريکا او اروپا ګډ ارزښتونه خراب کړي دي. دوی دروغ خبرې وايي او له نورو هېوادونو څخه يې توکي لوټ کړي او په دې توګه يې د امريکا اخلاق او افتخار په خپله ويجاړ کړی چې د اروپا خلکو د دغه هېواد په اړه باور ډېر کم کړی دی.

په دې څو اړخيزې نړۍ کې د رنګارنګو تمدنونو تر منځ هيڅ توپيرونه نه شته، د ميکانيزمونو توپيرونه بايد د سيالۍ سبب نشي. روان کال د چين او اروپايي ټولنې د جوړويدو له ۴۵ کال سره سمون لري. دواړو خواوو د اقتصاد او تجارت، د څو اړخيزم او د ټولې نړۍ د اداره کولو په ساحو کې پراخې ګډې ګټې لري، د همکاريو له لارې د ګډو ګټو تر لاسه کول د دوه اړخيزو اړيکو عمومي بنسټ دی. په ځانګړې توګه په ټوله نړۍ کې د کوويد-۱۹ وبا په وړاندې د مبارزې په کيليدي وخت کې چين او اروپا يو له بل څخه ملاتړ کړی او کوي يې. د چين د دولت رئيس داسی وايي چې چين او اروپا د بنسټيزو ګټو له لحاظه جنجال نه لری او پر دې باور دي چې همکارۍ د سيالې په پرتله ښې دي، ګډې نظريې د توپيرونو په نسبت زياتې دي. دواړه خواوې بايد د ټولې نړۍ د سولې او ثبات ساتلو دوه لوی ځواکونه او د ټولې نړۍ د پرمختګ او سمسورتيا د هڅونې په بهير کې دوه لوی بازارونه وګرځي، پر څو اړخيزم ټينګار وکړي، د ټولنې نړۍ د اداره کولو چارې بشپړې کړي او د دواړو خواوو تر منځ هراړخيزې ستراتيژيکې دوستانه اړيکې جوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای