CRI Online

په چين کې د افغانستان سفارت د دې هېواد د سولې بهير په اړه یوه خبري ناسته تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2020-07-24 13:57:42

     په چين کې د افغانستان سفارت د جولای په ۲۲مه نېټه د دغه هېواد د سولې بهير په هکله يوه خبري ناسته ترسره کړه.

د چين ميډيا ګروپ او ګلوبول ټايمز په شمول د ځينو رسنيو خبريالانو په دغه ناسته برخه درلوده.

د افغانستان سفير جاويد قايم په خپلو خبرو کې لومړی په کوويد-۱۹ ضد مبارزه کې له افغانستان سره د چين له مرستو څخه مننه څرګنده کړه او هيله يې وښودله چې چين افغانستان ته د تجارت په برخه کې شرايط لا آسانه کړي څو د کوييد ۱۹ له خوا د  افغانستان ځپل شوی اقتصاد بيا احيا شي.

سفير جاويد قايم د افغانستان د سولې بهير په اړه وويل، په تېر مۍ مياشت کې امريکا له طالبانو سره يو تړون لاسليک کړی و.

 افغان حکومت او طالبانو تر يوې اندازې پورې دغه تړون تطبيق کړی، افغان حکومت د طالبانو ۴۴۰۰تنه بنديان خوشي کړي او طالبانو د حکومت کابو ۵۰۰ بنديان خوشي کړي دي. په عين وخت کې د افغان ولسمشر اشرف غني په هڅو د سولې بهير په اړه دوه سيمه ييزې غونډې هم جوړې شوې.

نوموړي وويل، افغان حکومت د سولې بهير د برياليتوب لپاره تر وسې پورې کوښښونه کړي او کوي يې او دا د افغانانو لپاره د خوشحالۍ خبر دی. حکومت چمتو دی چې له طالبانو سره خبرې اترې وکړي او اوس اوربند تر ټولو لومړی کار دی.

هغه د افغانستان د سولې له بهير څخه د چين له ملاتړونو مننه څرګنده کړه او و يې ويل چې چين په سيمه کې ډېر پياوړی رول لري، هيله يې وښودله چې چين د ځينو وړتياوو په کارولو سره په افغانستان کې د دايمي سولې د رامنځته کېدو لپاره مرستې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای