CRI Online

کله به امریکایي سیاستوال د کوويد-۱۹ ضد په اړه سمې لارې ته راستانه شي؟

cri     (GMT+08:00) 2020-07-25 20:39:58

د څېړونکو په اند ،په امريکا کې د کوويد-۱۹ وبا او د نژادي شخړو رامنځته کول د امریکایی سیاستوالو د ډېرې اندیښمنې لامل شوي او ویره لري که د نورو هېوادونو د بدنامولو زاړه له کاره لويدلي چالونه کارول ادامه پيدا کړي، دا نه یوازې له کورنیو مسايلو څخه بلې خوا ته د اذهانو اړولو هڅه ده ، بلکې د ټاکنیز کمپاين لپاره ورڅخه استعفاده کول هم دي. د ناروغۍ نوم ورکولو قواعدو له نظره ، د روغتیا نړیوال سازمان له اړوندو مقرراتو سره سم ، د ناروغیو نومونه باید پر سیمو ، هیوادونو ، شخصيتونو او څارویو باندې منفي اغیزو څخه مخنیوی وکړي تر څو تبعیض له منځه يووړل شي. د روان کال د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمان په رسمي ډول ياد ويروس "COVID-19" نومولی. خو په امريکا کې یو شمیر سیاستوال د روغتیا نړیوال سازمان د نوم ورکولو قواعد په پام کې نه نیسي. دوی په دې توګه د خپلو شخصي ګټو لپاره ساینس او ​​عدالت تر پښو لاندې کړی او نژادي شخړې یې زياتې کړې دي.

د ساینسي لید له نظره ، د ویروس سرچينه تل یوه ساینسي مسئله ده. په عين وخت کې په ډیرو هیوادونو کې له ډیرو مطالعو څخه موندل شوې چې کوويد-۱۹ د نړۍ په ډېرو ځايونو کې رامنځته شوی او د رامنځته کېدو وخت يې ممکن د خلکو له اټکل څخه وړاندې وي. تر اوسه پورې په ډیرو هیوادونو کې په فاضله اوبو کې دا ویروس موندل شوی او په هسپانیا کې حتی د موندلو وخت یې د تیر کال مارچ ته رسېږي. په دې برخه کې ، د بريتانيا د اکسفورډ پوهنتون د شواهدو پراساس درملو مرکز کې نامتو لوړ پوړی څیړونکی توم جيفرسون په دې باور دی چې ډیر شواهد ښیي چې په اسیا کې د کوويد-۱۹ د خپریدو دمخه په کوم بل ځای کې هم شتون درلود. د وبا پر وړاندې د امريکا د حکومت غیر مؤثره غبرګون او د اقتصاد د بیا پیل لپاره لیوالتیا له امله ، اوس د دغه هېواد په زياتره ايالتونو کې ياده وبا په چټکۍ سره خپره شوي چې په ۱۵ ورځو کې يو ملیون نوي ناروغان تشخيص شوي دي. په ډیرې اندیښنې سره ، د امريکا د ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي مرکز وروستی تحلیل ښیې چې په امريکا کې پر کوويد-۱۹ اخته شويو اصلي شمیره تر رسمي معلوماتو څخه ډېره ده. په بیلا بیلو سیمو کې د اخته شوو اصلي شمیره ممکن د رسمي شمیرو له ۶ څخه تر ۲۴ ځلې پورې لوړه وي. د وبا تر لوړ فشار لاندې ، د امريکا ځینې سیاستوال چې بې وزله وو ،پر چین د تور لګولو زاړه معمول عادت ته بيا راستانه شوي دي.

عمده دلیل یې دا دی چې ځینې امریکایي سیاستوال د سړې جګړې سخت ذهنیت او ایډیولوژیک تعصب باندې ککړ دي او په سمه توګه د نړۍ پرمختیايي رجحان او د چین پرمختګ نه شي لیدلی. د پایلې په توګه ، دا ناروغي نه یوازې د چین او امريکا د همکاریو لپاره د نوي پیل په ټکي باندې نه دی بدل شوی ، بلکې د امریکایي سیاستوالو لخوا د چین د پرمختګ د مداخلې فرصت په توګه ورته کتل کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای