CRI Online

د نينګ شيا سيمې په هونګ باو کلي کې د سندرو ويونکې ډلې کسيه

cri     (GMT+08:00) 2020-07-27 17:34:00

۲۰۲۰ کال په چين کې د نسبتاً شتمنې ټولنې د جوړولو او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په شمول د دندو د بشپړولو لپاره يو کليدي کال دی. د چين بېلا بېلو خواوو د يادو دندو د ترسره کولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه کړي او له کبله يې د چين په بېوزلو سيمو کې د خلکو د ژوند سويه ډېره لوړه شوې ده.

د نينګ شيا د هوی قوم کورواکې سيمې د جونګ وې ښار د جونګ نينګ ولسوالۍ په هونګ باو کلي کې يوه سندرو ويونکې ډله شته چې له څه باندې اتيا تنه ځايي بزګرو څخه جوړه شوې ده. اوس د دوی ژوند ګام په ګام ښه شوی او د سندرو ويل خپل ذهني فعاليت بولي او په دې توګه يې ژوند خوندور او خوشحاله جوړ کړی دی. دوی په سندرو کې د خپل ټاټوبي ښکلې منظرې او په کليوالو سيمو کې نوی ژوند ښېګڼې څرګندې کړې.

د هونګ باو کلي اوسېدونکي د تېرې پېړۍ په ۹ لسيزه کې د بېوزلۍ له منځه وړلو تګلارې په لړ کې او د ځايي تګلارې په رڼا کې د شي های ګو له غرنۍ سيمې څخه دلته کډه شول. دوی په خپلو زيارونو، هڅو او د ځايي تګلارو تر ملاتړ لاندې د خپل ژوند سويه ګام په ګام لوړه کړې. د ځايي اوسېدونکو ژوند په ښه والي سره، ذهني او کلتوري فعاليتونو ته اړتيا يې هم زياته شوې ده. د ۲۰۱۹ کال په اپريل مياشت کې د ولسوالۍ د ځايي حکومتي ادارې تر ملاتړ لاندې، په هونګ باو کلي کې ياده سندرو ويونکې ډله جوړه شوې ده.

د دغې ډلې مشر لي جن هونګ د جونګ نينګ ولسوالۍ په کلتوري ماڼۍ کې کار کوي. هغه د چين ميډيا ګروپ خبريال ته وويل، اوس دغه د سندرو ويونکې ډله څه باندې ۸۰ تنه غړي لري او منځني عمرونه يې له ۴۰ کلونو زيات دي، د ۴ تنو عمر له ۶۰ کلونو زيات دی. هغه وويل

((زموږ په دغه ډله کې د زياتره غړو د زده کړې سويه ټيټه ده او لسګونه يې هېڅکله ښوونځي ته نه دي تللي. خو دوی له څه دپاسه يو کال راهيسې د سندرو ويلو پر فعاليتونه باندې ټينګار کړی. دوی د ورځې کار کوي او د شپې په ۸ بجو راغونډېږي او هره شپه تر ۱۱ بجو پورې د سندرو ويلو تمرين کوي.))

د سندرو ويلو ډلې غړي د ورځې کرهڼيزې چارې ترسره کوي او هره ورځ په شپه کې تمرين کوي. غړې څاو لي وويل، پروا نشته چې د ورځې څومره کارونه ترسره کوي، که هر څومره ستړي وي، خو بيا هم هره شپه به د سندرو ويلو په تمرين کې برخه اخلي. هغې وويل

((دا زموږ لپاره پروا نه لري، که سخت باد لګېږي او يا باران اوري، که ښوونکي ووايي چې تمرين شته، نو موږ به هرمرو پکې برخه واخلو. د مثال په توګه، په دې وروستيو ورځو کې د کرکيلې کارونه مو ډېر زيات دي، د شپې تر ۸ بجو پورې ښايي ختم نه شي، خو موږ ټول پر وخت په تمرين کې ګډون کوو. دغه فعاليت زموږ ډېر خوښېږي، هره ورځ په دغه تمرين کې ګډون ته سترګې په لاره يو. که څه هم چې ټوله ورځ د کارونو له امله سخت ستړی شوي وو، خو د سندرو ويلو له تمرين او فعاليت سره ستړيا ليرې کوو او له ژوند خوند اخلو او غواړو هره ورځ په دغه تمرين کې برخه ولرو. ))

غړې جاو څای لينګ خبريال ته وويل، مخکې د بېوزلۍ له امله ذهني فعاليت څخه نااميده وو، خو اوس ژوند مو ښه شوی، د سندرو ويلو په دغه ډله کې د ګډون له کبله نه يوازې خپلې هيلې مو عملي شوې، بلکې خپله ذهني څېره مو هم تر ډېره بدله شوې ده.

د دغې ډلې مشر لي جن هونګ وويل، د سندرو ويلو ډلې تر جوړېدو وروسته، د ژوند په اړه د ځايي اوسېدونکو هيلې او غوښتنې د پخوا په نسبت ډېرې بدلې شوې. په عين وخت کې دغه ډله د وګړيو ژوند د ښه والي يوه څرګندونه هم ده. هغه وويل

((زموږ په ډله کې د شاملو غړو ذهني څېرې بدلې شوې او د نورو بزګرانو په نسبت تر ډېرې اندازې پورې ښې شوې دي. موږ مسلکي هنرمندان نه يوو، خو موږ لوړه روحيه لرو. زموږ په سندرو کې په نوې زمانه کې د بزګرانو نوې ذهني څيرې له ورايه ښکاره شوې دي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای