CRI Online

د کوويد-۱۹ ضد مبارزې په اړه د چين، افغانستان، پاکستان او نيپال د بهرنيو وزيرانو ويډيويي غونډه ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-07-28 11:27:12
د کوويد-۱۹ ضد مبارزې په اړه د چين، افغانستان، پاکستان او نيپال د بهرنيو وزيرانو ويډيويي غونډه ترسره شوه

د کوويد-۱۹ ضد مبارزې په اړه د چين، افغانستان، پاکستان او نيپال د بهرنيو وزيرانو ويډيويي غونډه د جولای په ۲۷مه نېټه ترسره شوه. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دې غونډې مشري وکړه، د افغانستان سرپرست خارجه وزير محمد حنيف اتمر، د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي او د اقتصادي چارو وزير بختيار، د نيپال د بهرنيو چارو وزير جوالي په دغه غونډه کې برخه درلوده.

وزير وانګ يي وويل، چين، افغانستان، پاکستان او نيپال ګاونډي هېوادونه دي. د کوويد-۱۹ وبا له رامنځته کېدو راهيسې مو نه يوازې په خپل کور کې له دغه وبا سره مقابله کړې، بلکې د وقايوي موادو او بشردوستۍ په برخو کې مو يو له بل سره مرستې کړې چې د ګاونډيانو ترمنځ ژورې دوستۍ ترې ښکارې شوې دي.

وانګ يي وويل، چين غواړي د کوويد-۱۹ وبا ضد د مبارزې، د اوسنۍ ستونزې د ليرې کولو، د خلکو روغتيا ساتلو او د توليدي چارو د بياعادي کولو لپاره له افغانستان، پاکستان او نيپال سره په ګډه کوښښونه وکړي. نوموړي د څلورو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا په اړه څلور فقرييز وړانديز وکړ:

لومړی، بايد د کوويد-۱۹ وبا ضد د مبارزې په برخه کې خپلمنځي موافقه وشي. د څلورو هېوادونو ترمنځ همغږۍ او مشورې بايد پياوړې شي، دوه اړخيزې اړيکې او سيمه ييزه ارامتيا دې وساتل شي او د خلکو ژوند د ژغورنې او د اقتصادي هلو ځلو د عادي کولو لپاره دې تر وسې پورې هڅې تر سره شي. د ځينو هېوادونو يو شمېر سياستوالو ياده وبا سياسي کړې او ويروس تر نوم لاندې يې غوښتي هېوادونه بدنام کړي، د خپل سياسي نيت د عملي کولو لپاره يې واقعيتونه تحريف کړي او نړيوالې همکارۍ يې ويجاړې کړې، دوی به هرومرو په تاريخ کې بدنام او ناکام پاتې شي. بېلا بېلې خواوې بايد د عاقلانه پوهو او علمي رويې په لرلو سره د تبعيض له هر ډول ويناوو او عملونو سره مخالفت وکړي، پر نړيوالو بنسټيزو اخلاقو دې ټينګار وکړي، د روغتيا له نړيوال سازمان څخه دې کلک ملاتړ وکړي او د انسانانو د روغتيا ګډه ټولنه دې جوړه کړي.

دوهم، بايد د کوويد-۱۹ د وقايې او کنټرول لپاره دې سيمه ييزې همکارۍ پياوړې شي. بايد د چين او پاکستان ترمنځ د همکاريز ميکانيزم څخه په زده کړې سره دې د يادو څلورو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لا پراخې شي، چې د وبا د وقايې او کنټرول، د اقتصادي هلو ځلو د بياعادي کېدو او د وګړو تګ راتګ لپاره ښه ترتيبات ترسره شي.

درېيم، بايد د کوويد-۱۹ وبا ضد د مبارزې او واکسين په برخه کې خپلمنځي همکارۍ دې پياوړې شي. چين به په دوامداره توګه د کوويد-۱۹ وبا ضد د مبارزې په برخه کې د افغانستان، پاکستان او نيپال له کوښښونو څخه ملاتړ وکړي، له دوی سره د وقايوي موادو مرستې به وکړي، اړوندې تجربې او د درملنې اړوندې تکنالوژۍ به شريکې کړي.

څلورم، بايد د کوويد-۱۹ وبا تر کنټرول وروسته د اقتصادي پرمختګ احيا وهڅول شي. بايد د عمده همکاريزو پروژو د عادي کېدو او د عرضې او تقاضا ځنځير ثبات د ساتنې او په ډيجټلي برخه کې د اقتصادي پرمختګ نوی حياتی ځواک د پيدا کېدو لپاره هلې ځلې او هڅې ترسره شي.

د افغانستان، پاکستان او نيپال وزيرانو د وانګ يي له يادو څلورفقرييز وړانديز څخه ملاتړ څرګند کړ او له چين څخه يې مننه وکړه چې دوی ته يې وقايوي مواد او درمل برابر کړي او ور سره يې ګټورې تجربې شريکې کړي دي. دوی په تېره بيا د چين د دولت رئيس شي جين پينګ هغه څرګندونه وستايله چې د کوويد-۱۹ ضد واکسين به د نړيوال عامه موادو په توګه وکارول شي. دری واړه هېوادونه غواړي په کوويد-۱۹ ضد مبارزه کې له چين سره په ګډه کوښښونه وکړي، د يو کمربند او يوې لارې جوړونه وهڅوي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي. همدارنګه بېلا بېلو خواوو د کوويد-۱۹ ضد مبارزې په موده کې افغانستان کې له اور بند او د دغه هېواد د سولې له بهير څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای