CRI Online

د افغانستان حکومت به ۶۰۰ نور بندي طالبان خوشي کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-07-29 11:30:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د جولای په ۲۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې چې حکومت به پاتې ۶۰۰ نور بندي طالبان هم خوشي کړي، څو د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو لپاره لاره هواره کړي.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې غني په همدې ورځ د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې وويل، حکومت به د سولې د تر لاسه کولو لپاره له زندان څخه د آزاد شويو طالبانو شمېر ته ورسوي، نوموړي وويل، هيله لرم چې په يوه اوونۍ کې له طالبانو سره مستقيمې خبرې اترې وکړي، څو دايمي اوربند وشي. شکريه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای