CRI Online

د کوويد-۱۹ ضد مبارزه کې د اسيا د اساسي تاسيساتو د پانګونې بانک کوښښونه د بېلا بېلو خواوو له لوري وستايل شول

cri     (GMT+08:00) 2020-07-29 14:39:05
د کوويد-۱۹ ضد مبارزه کې د اسيا د اساسي تاسيساتو د پانګونې بانک کوښښونه د بېلا بېلو خواوو له لوري وستايل شول

د اسيا د اساسي تاسيساتو د پانګونې بانک د پنځمې دورې شورا کلنۍ غونډه د جولای په ۲۸مه نېټه په ويډيويي توګه پرانيستل شوه. دغه بانک د کوويد-۱۹ ضد مبارزې لپاره خپلو غړو ته نږدې ۶ ميليارډه امريکايي ډالره مرستې برابرې کړي او د بېلا بېلو خواوو له لوري ستايل شوې دي. په دغه غونډه کې د دې بانک اوسنی مشر جين لي چون يو ځل بيا د مشر په توګه وټاکل شو او د ماموريت موده به يې پنځه کاله وي.

د کوويد-۱۹ وبا له رامنځته کېدو راهيسې، د اسيا د پانګونې بانک ګړندي تدبيرونه نيولي بېړنی صندوق يې جوړ کړی او له دغه وبا سره د مقابلې او د اقتصادي احيا په برخه کې يې له خپلو غړو سره مرستې کړې دي. جين لي چون د يادې ويډيويي غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل

((د کوويد-۱۹ وبا ضد د نړيوالې مبارزې د يو ګام په توګه، زموږ بانک ګړندي تدبيرونه نيولي او د دې وبا له امله د رامنځته شويو زيانونو د کمښت لپاره مو يو صندوق جوړ کړ. دغه صندوق ۱۲ غړو ته کابو ۶ ميليارډه ډالره مرستې برابرې کړي دي. تر اوسه پورې د اسيا د پانګونې بانک د بنسټيزو تاسيساتو د جوړونې په برخه کې خپلو غړو ته د نږدې ۲۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت پانګې برابرې کړي دي. ))

د اسيا د اساسي تاسيساتو د پانګونې بانک د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۱۶مه نېټه په رسمي توګه پرانيستل شو او مقصد يې په اسيا کې د بنسټيزو تاسيساتو جوړونه، ملاتړ، د سيمه ييزې همکارۍ ژورول او د ګډ پرمختګ عملي کول دي. د غړو شمېر يې له ابتدايي ۵۷ څخه اوسني ۱۰۲ ته رسېدلی دی. د دغه بانک لخوا منظور شوې پروژې د انرژۍ، ترانسپورټ، پولي چارو، د اوبو سرچينې او د ښاري پرمختګ سره تړاو لري.

د دغه بانک د شورا مرستيال رئيس او د ميانمار د ماليې وزير وو سوی ون په ياده ويډيويي غونډه کې وويل، د کوويد-۱۹ وبا له رامنځته کېدو وروسته، ميانمار د مالياتو کمولو او له بزګرانو او کوچنيو او منځنيو تصديو سره د مالي مرستو په شمول ځيني تدبيرونه نيولي، داسې تدبيرونه د اسيا د پانګونې بانک په ګډون د نړيوال څواړخيز پرمختګ په اړه د ارګانونو تر ملاتړ لاندې نيول شوي. هغه وويل

((موږ د اسيا د اساسي تاسيساتو د پانګونې بانک د هغو يو لړ تدبيرونو ستاينه کوو چې د کوويد-۱۹ وبا له امله د رامنځته شويو زيانونو د کمښت لپاره يې يو صندوق جوړ کړی او خپلو غړو د مالي دندې د کمښت لپاره يې د پروژو د ځانګړي صندوق پيسې کارولې. د دغه بانک په غړو هېوادونو او سیمو کې نوې نظريې عملي کول، ساري ناروغۍ وقايي او د بنسټيزو تاسيساتو جوړونه پياوړي کول زموږ ګډې دندې دي.))

ياده ويډيويي غونډه به دوه ورځې دوام ولري، پکې ګډونوال به د بازار د پراخوالي، د چاپېريال ساتونکي اقتصاد د پرمختګ او له راتلونکو ننګونو سره د مقابلې په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله بحثونه وکړي.

د اسيا د پانګونې بانک د شورا مرستيال رئيس او د ايسلند د مالي او اقتصادي چارو وزير بجارني بينديکسون د کوويد-۱۹ ضد مبارزه کې د دغه بانک کوښښونه وستايل او و يې ويل، دغه مبارزه پای ته نه ده رسېدلې او بېلا بېل غړي بايد د اقليمي بدلون له امله له رامنځه شويو زيانونو سره مقابله وکړي. هغه وويل

((دغه بانک د بنسټيزو تاسیساتو جوړونې په پياوړتيا سره د دوامداره پرمختګ په برخه کې پر خپلو غړو لا زياتې مثبتې اغېزې کولای شي او په عين وخت کې د اقليمي بدلون د مخنيوي او له رامنځته شويو زيانونو سره په مقابله کې د خپلو غړو خدمتونه هڅولای شي.))

د اسيا د پانګونې بانک د تېر می مياشتې په ۱۹مه نېټه د دغه بانک د دوهمې دورې مشر انتخابول پيل کړي و او د جولای په ۲۸مه نېټه په دغه ويډيويي غونډه کې نتيجه يې خپره شوه چې اوسنی مشر يو ځل بيا د مشر په توګه وټاکل شو او د ماموريت نوې موده به يې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له ۱۶مې نېټې څخه پيل او د پنځو کلونو لپاره به دوام ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای