د آسیا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک باید د خپلو غړو د ګډ پرمختګ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړونې ته د ودې ورکولو وی ډګر وګرځي. د چین دولت رئيس شي جین پینګ د جولای په ۲۸مه نېټه د ياد بانک د ۵مې دورې شورا د کلنۍ ويډيويي غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ياده خبره وکړه او څلور وړانديزونه يې وکړل.هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټینګار وکړ چې ياد بانک باید د نړیوال ګډ پرمختګ د پرمخبيولو په اړه د نوي ډول څو اړخیز پراختیايي بانک وګرځي . د کوويد-۱۹ وبا او د سختو او پيچليو نړیوالو اقتصادي حالاتو پر وړاندې، د چین وړاندیز د څو اړخیزم د ملاتړ لپاره قوي غږ دی او د یو مسؤلانه لوی هیواد په توګه د چین مسؤلیت منعکس کوي.
اوس د کوويد-۱۹ وبا د اغېزې له امله نړیوالېه سوداګري او پانګوونې کمې شوې او څو اړخيزم له سترو ننګونو سره مخ دی. د یو پرمختيايي څو اړخیز پولي سازمان په توګه ، ياد بانک له تېرو ۴ کلونو راهیسې پر دې ټینګار کړی چې پر مسئلو بايد بحث وشي او د پرمختګ لاسته راوړنې بايد شریکې شي او دغه بانک په دوامداره توګه د نړیوالې اقتصادي حکومتدارۍ پرمختګ هڅولې دي. د چين دولت رئيس شي جين پينګ په خپله وینا کې د ياد بانک له جوړېدو راهیسې د دغه بانک لاسته راوړنې په بشپړ ډول تایید کړې .
رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل چې ياد بانک په لومړيو کې ۵۷ غړي درلودل، خو په تېرو ۴ کلونو کې يې په ۶ براعظمونو کې ۱۰۲ غړي پيدا کړي او نژدې د ۲۰ ميلیارډو امریکایي ډالرو په ارزښت د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې یې برابرې کړې دي.
چین تل د څو اړخیزم ملاتړ کوي ، څو اړخيزم تمرین کوي او د پرانيستې ، همکارۍ او بریا روحيې پلې کوي او د نړۍ له بېلا بېلو هیوادونو سره ګډ پرمختګ مومي.د آسیا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک د یو مهم ونډه اخیستونکي په توګه ، چین به د دې بانک له ټولو غړو سره ګډ کوښښ وکړي څو دغه بانک د څو اړخيزم د پلي کولو يو مهم ډګر وګرځي او د نړيوال اقتصاد د اعادې او دوامدار پرمختګ لپاره لاستر خدمتونه وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |