CRI Online

د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پانګونې بانک به د څو اړخيزم پلی کولو ته ادامه ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-07-30 11:36:04

د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پانګونې بانک د پنځمې دورې شورا کلنۍ ويډيويي غونډه د جولای له ۲۸مې نيټې څخه تر ۲۹مې نيټې پورې دوام درلوده.زمونږ خبريال د جولای په ۲۹مه نېټه له انټرنېټي فرعي فورم څخه معلومات تر لاسه کړل چې ياد بانک به د څو اړخيزم پلي کولو ته ادامه ور کړي او د څو اړخيزم په برخه کې د نوې نړيوالې نمونې د ګرځېدو لپاره به هڅه وکړي.

د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پانګونې بانک د چين له وړانديز سره سم جوړ شو چې مقر يې په بېجينګ کې دی او د ۲۰۱۶ کال د جنوري په ۱۶مه نېټه يې خپل کارونه پيل کړل.تر اوسه پورې د دې بانک غړي هېوادونه د اسيا، اروپا او افريقا په شمول شپږو براعظمونو ته پراخ شوی دی او شمېر يې د خپلو چارو د جوړېدو په پيل کې له ۵۷ څخه ۱۰۳ ته زيات شوی دی. ياد بانک د جوړېدو له څلورو کلونو راهيسې په ۲۴ غړو هېوادونو کې د شلو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د بنسټيزو تأسيساتو د پروژو د پلي کولو لپاره پانګه اچولې چې له امله يې سيمه ييز پيوستون او په اقتصادي چارو کې د سيمه ييزو هېوادونو د سره يو ځای کېدو بهير پرمخبيولی او د اسيا او حتی د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره يې مثبت رول لوبولی دی. له دې څخه د نوي ډول څو اړخيز پرمختيايي بانک مسلکي،اغيزناکه او شفافه بڼه ښکاري.

له روان کال راهيسې د کوويد۱۹ وبا نړيوال اقتصاد ته سخت زيانونه رسولي دي.د اسيا د بنسيټزو تأسيساتو د پانګونې بانک پر وخت د دې بحران د له منځه وړلو، له غړو هېوادونو څخه د ملاتړ، له دې ويروس سره د مقابلې او د اقتصاد د اعاده کولو لپاره لس مليارډ امريکايي ډالره پيسې برابرې کړې.د دې بانک مشر جين لي چون په همدې ورځ په فورم کې وويل چې د کوويد ۱۹ ويروس په خپرېدو سره په ډېرو برخو په تېره بيا په روغتيايي برخه کې د ډېرو ټيټ عايدات لرونکو هېوادونو کمزورتيا ليدل کيږي او دغه برخه به د دې بانک د پاملرنې وړ مهمه برخه هم وي. هغه وويل، په راتلونکې کې به که د سړکونو، اورګاډي او بندرونو او يا په نورو چارو کې پانګه واچوو، مونږ به تل د روغتيايي چارو د پرمختګ لپاره پيسې برابرې کړو. ځکه چې د دې چارو د پرمختګ له امله د انساني سرچينو کيفيت لوړ کيدای شي او حتی د يوه هېواد توليدي توان پياوړی شي.په روغتيايي چارو کې د بنسټيزو تأسيساتو جوړونه هم ډېره مهمه ده چې دا د کوويد ۱۹ وبا څخه اخيستل شوی د غبرت درس هم دی.

د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پانګونې بانک نوی ډول څو اړخيز پرمختيايي بانک ګڼل کيږي او د جوړېدو له څلورو کلونو راهيسې يې د مشورو له لارې يو له بل سره پرمختيايي لاسته راوړنې شريکې کړې او له نورو څو اړخيزو پولي ميکانيزمونو سره ښې همکاريزې اړيکې يې لاټينګې کړې . له دې څخه څو اړخيزم څرګنديږي. جين لي چون وويل چې په نړۍ کې له کوويد ۱۹ وبا سره ګډه مقابله له څو اړخيزم سره جلا نه شي کېدای. هغه وويل،د کوويد ۱۹ وبا په حال کې هېڅ يو هېواد د خپل ځواک په اتکأ سره په دې مبازره کې بريا نه شي موندای چې دا هم د دې سبب شوی چې زمونږ بانک د اسيا له پرمختيايي بانک او د اروپا له سمسور او پرمختيايي بانک سره همکارۍ کوي،ډېرو هېوادونو ته يې طبي تجهيزات برابر کړي، شخصي څانګو او ځينو حکومتونو ته پيسې برابرې کړې.که څه هم د ځينو څېړونکو په اند دا عملی کېدونکې نه ده. خو دا د ستونزو او مسئلو د له منځه وړلو لپاره حقيقي لايحه ده. په تېرو څلورو او پنځو مياشتو کې که څو اړخيزم نه وای، نو هغه ټيټ عايدات لرونکي هېوادونه نور هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوی وای.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای