CRI Online

امريکا له ماسک څخه استفادې ته جدي پاملرنه نه کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-07-30 15:15:05

د امريکا د ختيځ په وخت د جولای تر ۲۸مې نيټې پورې په دغه هېواد کې په کوويد ۱۹ د اخته شويو کسانو شمېر له څلور مليونو او درې لکو څخه اوښتی دی. په همدې ورځ د امريکا واشينګټن پوست ورځپاڼې په يوه مقاله کې ليکلي چې له ماسک استفاده له کوويد ۱۹ وبا سره د مقابلې لپاره اسانه او اغيزناکه چاره ده او د روغتيا لپاره ګټوره ده.خو امريکا د دې ويروس د وبا له پيل څخه دغې مسئلې ته جدي پاملرنه نه ده کړې.

په سانفرانسيسکو کې د کلفورنيا پوهنتون د فرعي څانګې د ساري ناروغۍ کارپوه مونيکا ګاندي د يوې تبصرې په ليکلو سره وويل چې په ځينو هېوادونو کې د کوويد ۱۹ وبا د رامنځته کېدو په لومړيو ورځو کې خلکو سمدلاسه له ماسکونو څخه استفاده وکړه چې له امله يې په دغو هېوادونو کې د مړينې انډول ټيټ دی. د هغې په اند له کوويد ۱۹ سره په مقابله کې د امريکا تر ټولو لويه تېروتنه ښايي دا وي چې پر وخت يې له عامو امريکايانو څخه له ماسکونو څخه د استفادې غوښتنه نه ده کړې.

واشينګټن پوست ورځپاڼې په خپله مقاله کې دې ته په اشارې سره وويل چې په دې مبازره کې د امريکايي حکومت ناسمې لارښوونکې تګلاره،د امريکايانو له خوا له ماسکونو د استفادې مخنيوی او په دوو برخو د سياسيونو وېشل کيدل، د کوويد ۱۹ وبا سبب شوی دی.سربېره پردې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ماسک څخه استفاده رد کړې او د نورو امريکايانو له خوا د ماسکونو تړل يې له پامه وغورځول چې دا هم د اوسنۍ وبا بل لامل دی.

واشينګټن پوست دې ته په اشارې سره وويل چې د ماسک تړل نه يوازې د عامې روغتيا په برخه کې يوه بېړنۍ دنده ده بلکې په سياسي فعاليتونو کې يوه کليدي برخه هم ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای