CRI Online

د پومپیو او د ده ملګرو لیونۍ او بې ځايه کړنې!

cri     (GMT+08:00) 2020-07-30 20:35:48

  د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په دې وروستيو کې د دغه هېواد د کاليفورنيا ايالت په نيکسن کتابتون کې يوه وينا وکړه. هغه په خپله وينا کې د چين د بدنامولو هڅه وکړه او په وينا يې وويل چې چين امریکایی شرکتونو ته ګواښ رسولی. هغه وويل ، هغه امریکایي شرکتونه چې له چین سره سوداګري کوي "د چین واکمن ګوند خوښي کړي" او لامل يې دا کیږي چې "چین د امریکا ملکيت غلا کوي"په حقیقت کې ، مايک پومپیو سیاسي تور لاس دی چې د امریکایي تصدیو عادي سوداګريزو پریکړو کې مداخله کوي او د امریکایي شرکتونو د ازاد پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځي. هغه له بازاري اقتصادي مقرراتو څخه سرغړونه کوي او پر دوه اړخیزو ګټو یې سترګې پټې کړې دي.

ولې امریکایي شرکتونه له چین سره سوداګري کوي؟ ځکه چې د چین او امريکا ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټينګېدو له ۴۰ کلونو راهیسې ، دوه اړخیزې ګټې تل د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګريزو تبادلو اساس دی. په وروستيو کلونو کې ، په چین کې د امريکا تصدیو کلني عاید 700 ميلیارډه امریکایي ډالرو ته رسیدلی او ګټه یې له 50 ميلیارده امریکایي ډالرو څخه اوښتې ده. په عين وخت کې ، لوړ کیفیت او ټيټه بيه لرونکي چیني محصولات په امريکا کې میلیونونو کورنیو ته لار موندلې ده او د مصرف کونکو هوساینه یې ډیره کړې ده. دا ویلی شو چې امریکایي شرکتونو له چیني بازار څخه ډیرې ګټې ترلاسه کړي او امریکایانو هم ډیرې ګټې تر لاسه کړې دي. د مايک پومپیو ياده خبره په بشپړ ډول بې مانا دی.

په دې وروستیو کې ، د چین د چارو د جرمني مشهور کارپوه فرانک سیرین یوه مقاله لیکلې او ويلي يې دي چې د امريکا هیڅ شرکت نه غواړي د چین بازار او ۱ ميلیارد او ۴ سوه احتمالي پیرودونکي پرېږدي. سربیره پردې ، د امریکايانو د بیکارۍ لوړه کچه هم د اندیښنې وړ ده. د امريکا شرکتونه د بل هر وخت په پرتله چیني بازار ته ډیره اړتیا لري. 

په عين وخت کې چين د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې د بهرني تجارت او بهرنۍ پانګونې د ثبات ، د سوداګريز چاپیریال د ښه والي او د لوړې کچې پرانيستې لپاره یو لړ اقدامات تر سره کړي چې په چين کې د پانګه اچولو لپاره يې د بهرنيو شرکتونو باور پیاوړی کړی دی.

د امريکاد فيدرالي زېرمو ادارې رئيس جيروم پوويل په دې وروستیو کې وویل چې امريکا "زموږ په ژوند کې" ترټولو خراب اقتصادي بحران تجربه کوي. په اوسنيو شرایطو کې شک نشته چې امريکايي شرکتونه بايد د چین په ګډون لا ستر بازارونه وپلټي ، خو د مايک پومپیو او د ده ملګرو له کړنو څخه څرګندېږي چې امریکایي سیاستوال یوازې د خپلو سیاسي ګټو په اړه اندیښمن دي او د امريکا تصديو ته هیڅ پاملرنه نه کوي او دا ډول سیاستوال به یوازې د امریکايي شرکتونو پراختیا او سوداګریزو ګټو ته زیان ورسوي ، په دې توګه به د امریکا اقتصاد په یو ډیر ستونزمن حالت کې واچول شي.  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای