د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۳۰مه نېټه د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو غوښتنه کړې.
ټاکل شوې وه د ياد هېواد ولسمشريزې ټاکنې د نومبر په ۴مه نېټه تر سره شي، خو ټرمپ د پوست له لارې رايګيري شک لري او په وينا يې د پوست له لارې رای اچونه غير عادلانه ده.
ټرمپ په همدې ورځ په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي چې که د ۲۰۲۰ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې ټولې رايې د پوست له لارې استعمال شي، دا به د امريکا په تاريخ کې تر ټولو ناسمې او فريب څخه ډکې ولسمشريزې ټاکنې وي او دغه هېواد به ډېر وشرمېږي.
ټرمپ ويلي چې اوس د سمو ټاکنو لپاره وخت مساعد نه دی او د ټاکنو د ځنډېدو وړانديز يې کړی چې دده په خبره د وضعيت د ښه کېدو په صورت کې به خلک په ډاډه زړه خپلې رايې وکاروي.
د امريکا ډيموکرات ګوند سمدستي د ټرمپ پر دغې نظريې انتقاد وکړ.
د امريکا د اساسي قانون له مخې، د ولسمشريزو ټاکنو د وخت، ځای او لارې د ټاکلو واک د ملي کانګرس د مشرانو او استازو جرګو په لاس کې دی او يوازې ملي کانګرس د تعديلولو واک لري او ولسمشر دا واک نه لري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |