د سين هوااژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د جولای په ۳۰مه نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د لوی اختر په موده کې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند له اعلانېدو هرکلی کړی.
د ګوټريس مرستيال وياند په اعلاميه کې وويل چې ګوټريس له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د اوربند له دې فرصت څخه استفاده وکړي او په فعاله توګه په افغانستان کې د افغانانو تر لارښوونې او کنټرول لاندې د سولې د ابادۍ په بهير کې ګډون وکړي. يوازې سوله کولای شي چې په دغه هېواد کې ستونزې ختمې کړي.
ګوټريس د کوويد-۱۹ وبا په وړاندې د مبارزې لپاره په افغانستان کې د دايمې اوربند پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل چې م م غواړي ورسره هر ډول مرستې وکړي.
طالبانو د روانې مياشتې په ۲۸مه نېټه اعلان وکړ چې د جولای له ۳۱مې نيټې څخه د اګست تر ۲مې نيټې پورې به په افغانستان کې د دريو ورځو لپاره اوربند وکړي.
د دغه هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو د دغې اعلاميې هرکلی وکړ او امنيتي ځواکونو ته يې هدايت وکړ چې د اوربند مراعات کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |