CRI Online

د سودان په دارفور کې د چين سوله ساتونکی پوځ له خطرونو او ستونزو څخه ويره نه درلوده

cri     (GMT+08:00) 2020-07-31 14:03:25

د اګيست لومړۍ نيټه به د چين د ازادي بښونکي پوځ له جوړېدو سره برابره وي.اوس ځينو چيني پوځي افسرانو او سرتيرو په افريقا کې سوله ساتونکې دنده پر غاړه اخيستې ده.د سودان په دارفور سيمه کې د چين د استحکام کمپ پنځلسمه ډله د ۲۰۱۸ کال په دسمبر کې يادې سيمې ته رسيدلې او هلته د شلو مياشتو لپاره پاتی شوې ده.هغوی له خطرونو او ستونزو څخه ويره نه درلوده او خپله دنده يې تر سره کړې چې له دې څخه د چين پوځ مسؤلانه بڼه ښکاري.

د م م د امنيت شورا د ۲۰۰۷ کال په جولای کې د يوه پرېکړه ليک په تصويبولو سره تصميم وينو چې دارفور ته د ۲۵ زرو تنو په ګډون سوله ساتونکی پوځ وليږي.د همدې کال په اکتوبر کې د چين حکومت د دارفور سيمې ته سوله ساتونکی پوځ ليږلی و. په دارفور کې د چين استحکامي کمپ په بهر کې د چين د پوځ لومړني سوله ساتونکی ماموريت دی. د دې کمپ سياسي کميسر دو جين بو وويل،زمونږ د کمپ پنځه لسمه ډله چې شمېر يې ۲۲۵ تنه دي، د ۲۰۱۸ کال د دسمبر په اتلسمه نېټه يادې سيمې ته ورسيده چې تر اوسه پورې يې شاوخوا شل مياشتې تېرې شوي دي. مونږ په عمده توګه په دارفور کې د م م او د افريقايي هېوادونو ټولنې د ځانګړې ډلې په بېلا بېلو جنګي سيمو کې د سړکونو د ترميمولو، د هوايي ډګر د ساتلو،د پروژو د پلي کولو او د دفتري تأسيساتو د ساتلو په شمول ډېرې دندې تر سره کوو او دغې سيمې ته له رسېدو راهيسې مو د پروژو د پلي کولواو د کوويد ۱۹ ويروس د مخنيوي او کنټرول په شمول د شپږ دندو د تر سره کولو له لارې د چيني پوځ ښه بڼه ښکاره کړی ده.

سوله ساتونکی عمليات يوه سخته دنده ده او تل له ډېرو ستونزو او خطرونو سره مخ وي. ښاغلي دو جين بو د استحکام کمپ د دندې د يادونې په ترڅ کې وويل، تر ټولو خطرناکې لوړې او ژورې دا دي چې د يوې لارې د ترميمولو لپاره غرني سيمې ته لاړ شو کوم چې د حکومت ضد د وسله والو له پيره دار سره درې سوه ميتره فاصله او هلته د دوی ټوپکونه او وسلې ليدلی شو،نو عسکر مو له ډېرو فشارونو سره مخ شول.

د دارفور سيمه د صحرا په مرکز کې پرته ده چې اقليمي شرايط خراب دي.نو د سوله ساتونکي پوځ خوراکي توکي په عمده توګه د م م له خوا برابريږي.خو معمولا هره نيمه مياشت ليږل کيږي.خو د هوا د خرابوالي او يا د مالونو د ليږدونې د ستونزو له امله د يوې مياشتې لپاره وځنډيږي.د چين سوله ساتونکي پوځ په ميشت ځای کې د سبزيو باغ جوړ کړی چې له امله د خوراکي توکو د برابرولو ستونزه لېرې شوه.

روان کال د کوويد ۱۹ ويروس وبا له امله سوله ساتونکی پوځ له نويو ننګونو سره مخ دی.نوموړي وويل،په تېره بيا زمونږ په دنده لرونکې سيمې کې د کوويدد۱۹ ويروس تر خپرېدو وروسته دغه ننګونه رامنځته شوې چې زمونږ ډله ښايي د دندې د اجرا کولو په بهير کې له بهر سره د تماس نيولو له لارې په دې ويروس اخته شوی وای. په ځايي سيمه کې طبي شرايط خراب دي او د کوويد ۱۹ ويروس د مخنيوي کارونه له ډېرو فشارونو سره مخ دي. خو د پروژو د پلي کولو ترڅنګ مو د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره هم ډېرې هڅې کړې.

په دارفور کې د چين پوځ سوله ساتونکی عمليات څو ځله په دې سيمه کې د م م او د افريقايي هېوادونو د ټولنې د ځانګړې ډلې له خوا ستايل شوي او د چين استحکام کمپ يوه غوره کمپ بولي.د م م د پوځي چارو سلاکار کالوس هومبيرتو ليوتي له دې ډلې څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل چې د چين د سوله ساتونکي استحکام کمپ په دارفور سيمه کې د سولې او بيا رغونې لپاره مهم خدمتونه تر سره کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای