CRI Online

د سږ کال په دوهمه ربعه کې د امريکا د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۳۲.۹ سلنه کم شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-07-31 16:30:27

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سوداګريزو چارو وزارت د جولای په ۳۰ نېټه د يوې شمېرې په خپرولو سره وويل، ګڼ شمېر دوکانونه د کوويد-۱۹ د خپرېدو له امله بند شوي دي، د سږ کال په دوهمه ربعه کې د امريکا د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۳۲.۹ سلنه کم شوی.

د دې شمېرې سره سم، په دوهمه ربعه کې د امريکا د شخصي استهلاکي ارزښت ۳۴.۶ سلنه، له کورنيو پرته د نورو ثابتو شتمنيو د پانګونو ارزښت ۲۷ سلنه کم شوی، د US حکومت لګښتونه د اقتصادي هڅوونکو تدبيرونو د نيولو له امله ۱۷.۴ سلنه زيات شوي دي.

اوس د امريکا په زياتو ځايونو کې د کوويد-۱۹ د خپرېدو حالات د اقتصادي فعاليتونو د بيا پيل له امله سخت شوي دي، څو ايالتونه يو ځل بيا پر ټولنيزو او اقتصادي فعاليتونو بنديزونه لګولي دي. شکريه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای