د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدريس ادهانوم د جولای په ۳۰مه نېټه اعلان وکړ چې د روغتيا نړيوال سازمان يوه علمي څيړنيزه ډله جوړه کړه، دا له کوويد-۱۹ سره د مبارزې لپاره نوی تدبير دی.
نوموړي په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د ۱۶ هېوادونو ۲۲ کارپوهان د دې ډلې غړي دي، دوی به له کوويد-۱۹ سره د مبارزې په ګډون طبي چارو کې د روغتيا نړيوال سازمان ته وړانديزونه وړاندې کړي.
برسيره پر دې، د روغتيا نړيوال سازمان د نړۍ له ځوانانو څخه وغوښتل چې بايد د کوويد-۱۹ د خپرېدو په حال کې د ځان او نورو کسانو د روغتيا د ساتنې لپاره تدبيرونه ونيسي. شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |