CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د طب او روغتيا ګډې ټولنې ابادي د اړوندو خواوو ګډو کوښښونو ته اړتيا لري

cri     (GMT+08:00) 2020-07-31 19:08:46

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای په ۳۱مه نېټه په بېجينګ وويل، چې اوس د کوويډ ـ۱۹ وبا په ټوله نړۍ کې خوره شوې ده. چين غواړي د شانګهای همکارۍ سازمان له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د دغې وبا پرضد د مبارزې پر سمه لاره ګام پورته کړي او د شانګهای روحيې د بيرغ په اوچتولو سره د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو د دوديز طب د غوره والي په رڼا کې د دغه سازمان په چوکاټ کې طبي او وقايوي همکارۍ پياوړې کړي، څو د دغه سازمان په چوکاټ کې د طب او روغتيا ګډه ټولنه جوړه کړي.

د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۰م کال لپاره د دغه سازمان د دوديز طب فورم تر عنوان لاندې يوه ويډيويي ناسته د جولای په ۳۰مه نېټه تر سره شوه. وياند وانګ ون بينګ د دغې ناستې د يادونې په وخت کې وويل، چې د دغې وبا پرضد مبارزه کې چيني دوديز طب د ليدو وړ خدمتونه کړي دي او کوي يې او د دې ترڅنګ د بېلا بېلو هېوادونو دوديز طب هم په دغه مبارزه کې ځانګړی رول لوبولی دی او لوبوي يې. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای