CRI Online

مايک پومپیو د امريکا د ملي امنيت په پلمه پر چیني شرکت فشار اچولی

cri     (GMT+08:00) 2020-07-31 20:33:11

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په دې وروستيو کې د دغه هېواد د کاليفورنيا ايالت په نيکسن کتابتون کې يوه وينا وکړه. هغه په خپله وينا کې د چين د هوا وۍ شرکت د بدنامولو هڅه وکړه او ويې ويل چې دغه شرکت د امريکا د ملي امنيت لپاره ګواښ دی.  هغه په ​​غیر معقول ډول وویل چې چیني شرکتونه خپلې ګټې نه تعقیبوي. له دې مخکې د امريکا د فېدرالۍ پلټنې ادارې مشر کريستوفر ورای او د عدليې وزير ويليم  بار هم د چیني شرکتونو د بدنامولو هڅې کړې دي. هوا وۍ شرکت په ګردې نړۍ کې د مخابراتي تجهیزاتو د ترټولو لوی عرضه کونکي په توګه ،  په تیرو 30 کلونو کې د نړۍ په 170 هیوادونو او سیمو کې له 1500 څخه ډیرې تليفوني شبکې جوړې کړي او 228 غښتلو نړيوالو تصديو او له 3 ميلیاردو څخه ډیرو کسانو ته يې خدمتونه وړاندې کړي دي . تر اوسه په ګردې نړۍ کې د "سنوډن پیښې" په شان د ملي امنیت پیښه نه ده رامنځته شوې او هېڅ هیواد داسې شواهد نه لري چې د هوا وۍ شرکت محصولات دې د پردې شاته نور رازونه ولري. 

د جولای په ۲۹مه نېټه د امريکا د کانګرس د ګواهي اورېدلو په بهير کې، د آپیل ،ګوګل او ایمیزون په ګډون د دغه هېواد د ټېکنالوژۍ درېیو شرکتونو له اجرائيوي مشرانو څخه وپوښتل چې ایا دوی هم فکر کوي چې چین د امریکايي شرکتونو ټیکنالوژي غلا کړې . دوی په ډاګه وويل چې هېڅ داسې کوم ثبوت نه لري . د مسکو د ایالتي پوهنتون د نړیوالو اړیکو د پوهنځي عالي سلاکار الیکسي بیریوکوف وويل چې د امريکا اصلي هدف د نړیوالو سیالانو بې وسلې کول دي او د چین متحرک او ګړندی پرمختګ بندول د امریکا د ستراتيژۍ جوهر دی. د امريکا د کولمبیا پوهنتون د اقتصاد پروفیسور جیفري ساچس د تیر کال په مۍ کې یوه تبصره خپره کړه او ویې ويل چې چین داسې یو هیواد دی چې د تعلیم ، نړیوالې سوداګرۍ ، د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې او تخنيکي پرمختګ له لارې د خپلو اتباعو د ژوند معیار ښه کولو هڅه کوي. چين د امريکا دښمن نه دی. 

پر ځايي وخت د جولای په ۳۰مه نېټه د امریکايانو لپاره یو بل د ناامیدۍ خبر خپور شو چې له مخې يې د امريکا د سوداګرۍ وزارت لخوا خپور شوی لومړی اټکل ښیي چې د روان کال په دویمه ربعه کې د امريکا  اقتصادي انډول ۳۲ اعشاريه ۹ سلنه ټیټ شوی چې دا په ۱۹۴۷ کال کې د ثبتونو له پیل راهيسې ترټولو لوی کمښت ګڼل کېږي. کله چې مايک پومپیو اراده وکړي او خپله وینا د چین پر وړاندې د "سړې جګړې اعلامیه" بدله کړي ، نو امریکایان باید په روښانه ډول وپوهیږي چې د شخړې د راپارولو په اړه د پومپيو د سړې جګړې ذهنیت د امريکا د اقتصاد او ملي امنیت لپاره ترټولو لوی ګواښ دی.  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای