د چين د بې دو درېيم نمبر په نوم د نړيوالې لارښوونې سپوږمکيو سيستم د جولای د ۳۱مې نېټې په سهار په رسمي توګه په کار پيل وکړ. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې اړوندو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، چې چين د دولت رئيس شي جين پينګ د همدې ورځې په سهار د دغه سيستم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او اعلان يې وکړ چې دغه سيستم چې د چين لخوا ډيزاين شوی او اداره يې کوي، په رسمي توګه په کار پيل وکړ. دا نړيوالو ته د خدمت نوې پاڼه پرانيزي.
وياند وانګ ون بين وويل، چې د م م د ليرې فضايې چارو ادارې څو ورځې مخکې د دغه سيستم د جوړېدو په مناسبت د مبارکۍ ويډيويي پيغام راولېږه. په دغه پيغام کې يې د نړيوال اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د پياوړتيا په برخه کې د دغه سيستم د رول او په سوله ييزه توګه له ليرې فضا څخه د استفاده کولو او اړوندو همکاريو لپاره د دغه سیستم د خدمت ستاينه وکړه. چين غواړي چې په مداومه توګه له بېلا بېلو هېوادونو سره د هوانوردۍ په ساحه کې لا نژدې همکارۍ او تګ راتګ وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |